IQNA

 امريکاپه افغانستان کې  څو پوځي اډې غوښتې، خو مونږ ورنه کړې

16:48 - March 02, 2022
د خبر لمبر: 3485482
تهران (ایکنا) –د طالبانو یوه مسئول مقام مولوي شهاب الدين دلاور وويل، چې امريکا له طالبانو څخه هم په افغانستان کې څو پوځي اډې غوښتې، چې د دوی سخت مخالفت سره مخ شوه.

ایکنا خبری آژانس  دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم  د وزارت سرپرست وزیر اوله امريکا سره د مرکچي ډلې یوه غړي مولوي شهاب الدين دلاور وويل، چې امريکا له طالبانو څخه هم په افغانستان کې څو پوځي اډې غوښتې، چې د دوی سخت مخالفت سره مخ شو.

نوموړي له امریکا سره د طالبانو د دوحې د سولې تړون په دويمه کليزه کې وويل، چې امريکا د خپلې دې غوښتنې د عملي کیدو لپاره ټينګار درلود، چې د دې اډو په نه موجوديت کې به افغانستان ژر تجزيه او په بلې سوريې بدل شي.

مولوي دلاور په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i112920

captcha